زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/11/14 - 05:12:3
زيارة: 214
مشاركة مع الـأصدقاء

په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو
 په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو

انصار: (د لړم ۲۴ مه)، د افغانستان د خبریالانو مرکز وویل چې طالبانو په ننګرهار کې پر عکس اخیستلو او ویډیو جوړولو بندیز لګولې ده.

دغه مرکز د «د سختو محدودیتونو» او «د رسنیو د وضعیت د خرابېدو» په اړه خبرداری ورکړ.

ننګرهار پنځم ولایت دی چې طالبانو په رسمي ډول د ژوندي سارو،  د عکس او ویډیو خپرول منع کړي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اوولسمې مادې له مخې، د ژوندیو موجوداتو د تصویر خپرول منع شوي دي او طالبانو هڅې زیاتې کړې دي چې دا قانون په تدریج په ټول هیواد کې پلي کړي. دغه منع په تدریجي ډول پله ولایتونو څخه پیل شوې خو په کابل کې لا هم تصویري رسنۍ فعالیت لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې وویل چې «په دې وروستیو کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په ننګرهار کې دولتي ادارو ته پامر کړی چې د عکس اخیستلو، د تصویر خپرولو او تصویري مرکې بندې کړي.

دغه مرکز خبرداری ورکړ چې «په بیلابیلو ولایتونو کې دغه محدودیتونه، چې په تدریجي ډول پراخېږي، د رسنیو د ازادۍ د وضعیت د لا خرابېدو او د ځپنې د زیاتېدو ښکاره نښې دي.»

دغه مرکز همدارنګه وویل چې د طالبانو دغه پرېکړه په ځینو ولایتونو کې د محلي او دولتي تلویزیونونو د بندېدو لامل شوې ده.

د دې مرکز په وینا، د ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سې شنبې په ورځ محلي رسنیو ته خبر ورکړی چې له سیمه ییزو چارواکو سره عکس اخیستل او تصویري مرکې کول منع دي. دغه مرکز وویل چې دوی د دې حکم یوه کاپي لیدلې ده.

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي عزیزالله مصطفی ویلي چې د ژوندیو موجوداتو د تصویر د منع کولو لپاره، د عقرب په ۲۲ مه په دې ولایت کې یوه «نظامي غونډه» جوړه شوې ده.

د ننګرهار مرستیال والي ټینګار کړی چې له دې وروسته مسوولان باید د ژوندیو موجوداتو له عکس اخیستلو او خپرولو ډډه وکړي او په خپلو راپورونو کې د انځورونو پر ځای د لوګو، لوحه یا د ادارې د ودانۍ عکسونه وکاروي.

هغه همدارنګه سیمه ییزو مچارواکو ته سپارښتنه کړې چې که له رسنیو سره خبرې کوي، یوازې په غږیز ډول دې مرکې وکړي.

ننګرهار پنځم ولایت دی چې په رسمي ډول په کې د ژژوندي سارو  د عکس او تصویري مرکې منع شوي دي. تر دې مخکې په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند کې دا منع په بشپړ ډول پلې شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې دا نوې محدودیتونه د رسنیو او خبریالانو ستونزې، چې په تېرو درې کلونو کې د محدودیتونو له څپو سره مخامخ شوي، زیاتوي.

دغه مرکز د طالبانو له مشرتابه څخه وغوښتل چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي او د بیان ازادي او د خبریالانو او رسنیو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو مشر باور لري چې د تصویر خپرول یا د انځور ایستل د خدای پاک د خدايي ننګول دي!

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34366






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی